ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړ، د آسپانیا د ښځو د هینډبال ټیم لوبغاړو د اروپا هینډبال د قهرمانۍ په مقدماتي سیالیو کې، دصهیونیسټي رژيم د ښځو له ټيم سره پخپلې لوبې کې له فلسطین سره د همغږۍ څرګندولو لپاره یوه نوي روده وکاراوله.
د دغه ټیم لوبغاړو د هندوانې ټګونه پخپلو بوټونو لګولي وو چې دا د فلسطین د بیرغ سمبول دی.
د دې ټیم لوبغاړې، پائولا آکروز، په خپل انسټاګرام اکاونټ کې په یوه پوسټ کې لیکلي: هغه څه چې د لوبې بهر پېښیږي، سترګې پرې نشي پټيدلی. هغې له فلسطیني ولس سره پخپلې همغږئ ټېنګار وکړ چې د قتل عام په مقابل کې دي او د غزې تړانګې په جګړې کې ۶۸۰۰۰ کسانو ئې ژوند له لاسه ورکړی او کورونه ئې په کنډوالو بدل شوي دي
د اروپا د هینډبال فیډریشن د راپور له مخې، د هسپانیه د ښځو ټيم د صهیونیستي رژیم د ښځو د ټیم په مقابل کې د ۲۲ ګولونو په وړاندې په ۳۸ ګولونو سره بریالی شو.
د یادولو ده چې د صهیونیسټي رژیم سپورټي ټیمونه کله چې په اروپا کې په بېلابېلو سپورټي څانګو کې ګډون کوي، لکه په فوټبال کې، نو له پراخو احتجاجونو سره مخ کیږي.
د انګلستان پریمیر لیګ کلب استون ویلا، تېرې پنجشنبې اعلان وکړ چې د فوټبال ټیم د تل ابیب لوبغاړي به د نومبر ۶ نېټې په اروپا لیګ په لوبې کې ګډون ونه کړي، ځکه چې پولیس د امنیتي اندېښنو له امله چې د فلسطینيو لوبغاړو د احتجاج احتمال ورکوي، دا اعلان کړی دی. دا پریکړه د صهیونیسټي رژیم د ټیم د نړیوال جام په مقدماتي لوبو کې د ناروې او ایټالیا په وړاندې له پراخو احتجاجونو وروسته شوې چې په اسلو او د ایټالیا په اودینه کې په غزې د اسرائيلو د بې رحمه و وحشي ډوله حملو په ضد لوئې مظاهرې جوړې شوې وې.
د یادولو وړ ده چې د اسپانیا لومړی وزیر،پدرو سانچیز،په خپلو وروستیودریځونو کې په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم له خوا د پېښو شوو جرمونو د تعقیبولو په اړتیا ټېنګار وکړ .
د ددریځونو له اعلان وروسته، د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې مشر، حجت الاسلام والمسلمین محمد مهدي ایماني پور،په ایکس ټولنیز چینل کې په یو پوسټ کې لیکلي:هغه مهال چې امریکا او اروپائي لوبغاړي په غزې کې د اوربند د معادلاتو په تبليغاتي مانورې کې بوخت دي چې د صهیونیسټي رژیم د غزې د مسلمانانو د قتل عام په جنایت کې له ۷۰ زرو زیات فلسطینیانو عامه وژله پټوي. د دې بشري او تاریخي جنایت د ارزولو د اړتیا په اړه د اسپانیا د لومړي وزیر ښاغلی پدرو سانچیز دریځونه ارزښتناک دي. په غزې تړانګې کې د عامې وژلې دجنایتونو له مکافاتو څخه د صهیونیستانو او امریکا د تښتې لپاره هیڅ لاره نشته.
https://iqna.ir/fa/news/4312068